اقتصادمهم خبرونه

په هلمند کې د کورنيو توليداتو نندارتون پيل شو

يو درې ورځنی ملي نندارتون د کورنيو توليداتو د ملاتړ او د خرڅلاو بازار د پياوړتيا په موخه په هلمند ولايت کې پيل شو. د دغه نندارتون تنظيموونکي وايي، دا پروګرام د کورنيو توکو د معرفي کولو او د توليدوونکو او بازارونو ترمنځ د اړيکو د رامنځته کولو لپاره جوړ شوی دی.

دغه نندارتون د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت له‌خوا جوړ شوی، او د مسؤلينو په وينا موخه يې دا ده چې له صنعت‌کارانو ملاتړ وشي او د کورنيو توليداتو د نوي بازارونو ته د لاسرسي زمينه برابره کړي. دوی همدارنګه ويلي، د ځينو توليداتو د بازار موندنې لپاره پلانونه لري چې په يو شمېر هېوادونو کې به پلي شي.

خو صنعت‌کاران ټينګار کوي چې د نندارتونونو ترسره کول هغه وخت اغېزمن وي چې له دوامدارو ملاتړيزو تګلارو، د صادراتو له اسانتياوو او د بازارونو له روڼو فرصتونو سره مل وي. د مناسبو بنسټيزو زيربناوو نشتوالی او اداري محدوديتونه هغه ننګونې بلل کېږي چې د دې ډول پروګرامونو اغېزمنتيا کمهولی شي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button