ټولنه‌یزمهم خبرونه

د ننګرهار ځوانان د زده کړو او کار د فرصتونو غوښتونکي دي

يو شمېر د ننګرهار ولايت ځوانان چې له خصوصي پوهنتونونو د ليسانس په کچه فارغ شوي، وايي د زده کړو او کاري فرصتونو نشتون د دوی راتلونکی له جدي اندېښنو سره مخ کړی دی. دغه ځوانان له د طالبانو له ادارې غواړي چې د داخل هېواد دننه د ماستري او ډاکتورا تر کچې د زده کړو زمينه برابره کړي.

د دوی په وينا، د ليسانس تر فراغت وروسته د تعليمي انتخابونو محدوديت ډېر ځوانان يا بې‌کاره کړي يا یې د هېواد پرېښودو فکر ته اړ کړي دي؛ يوه داسې وضعه چې کولی شي افغانستان ته منفي ټولنيزې او اقتصادي پايلې ولري. دوی ټينګار کوي چې د لوړو زده کړو پانګونه د هېواد د ځوانې ټولنې يوه اساسي اړتيا ده.

د زده کړو تر څنګ، دغه ځوانان د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو غوښتنه هم کوي او وايي د کار نشتوالی د دوی پوهه او تخصص بې‌ګټې کړی دی. منتقدان باور لري چې د طالبانو اداره تر اوسه د لوستو ځوانانو د جذب لپاره واضح او هر اړخيزه پروګرام نه‌دی وړاندې کړی او دا خلا د نوي نسل باور لا پسې کمزوری کړی دی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button