مهم خبرونهنړیوال

آنروا د فلسطيني کډوالو يوازينی روغتيايي پناه ګڼل کېږي

د ملګرو ملتونو د فلسطينی کډوالو د امداد او کار اداره (آنروا) ويلي، د ګڼ شمېر فلسطينی کډوالو لپاره دغه اداره د روغتيايي خدمتونو يوازينی او وروستی لاسرسی ګڼل کېږي.

د خپرو شويو معلوماتو له مخې، د آنروا روغتيايي خدمتونه پراخې څانګې رانغاړي؛ له بنسټيزو روغتيايي خدمتونو نیولې، تر دایمي ناروغیو درملنې او د ژوند ژغورونکې درملنې پورې، چې د ناروغانو د دوامدار ژوند لپاره ډېر مهم بلل کېږي.

د ملګرو ملتونو دغه اداره زياته کړې چې يواځې په لبنان کې شاوخوا ۹۰۰ زره روغتيايي مشورې د آنروا د روغتيايي مرکزونو له لوري وړاندې شوې او نږدې ۲۰۰ زره ناروغان تر درملنې لاندې نيول شوي دي.

آنروا دا خدمتونه په لبنان کې د خپلو ۲۶ روغتيايي مرکزونو له لارې ترسره کوي؛ داسې مرکزونه چې د ډېرو فلسطينی کډوالو لپاره، د بديلو امکاناتو د نشتوالي له امله، د لږ تر لږه روغتيايي پاملرنې د برابرولو بنسټيز رول لري.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button