ګوټریش د ملګرو ملتونو د مالي ړنګېدو خبرداری ورکړ

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش د دغه سازمان غړو هېوادونو ته خبرداری ورکړی چې دا نړیوال بنسټ له سخت مالي بحران سره مخ دی او که اوسنی وضعیت دوام وکړي، ښايي په نږدې راتلونکي کې د مالي ړنګېدو خطر ورسره مخ شي.
د رویټرز خبري اژانس د یو لیک پر بنسټ چې ترلاسه کړی، ګوټریش د غړو هېوادونو استازو ته په یو لیک کې ویلي چې د ملګرو ملتونو مالي بحران په چټکۍ سره ژورېږي او دا وضعیت د دغې نهاد د پروګرامونو او ماموریتونو د پلي کېدو له جدي ګواښ سره مخامخوي. د ده په وینا، ښايي دا وضعیت په راتلونکو میاشتو کې لا پسې خراب شي.
ګوټریش په دغه لیک کې خبرداری ورکړی چې د ملګرو ملتونو نغدي زېرمې ښايي تر جولای میاشتي پورې پای ته ورسېږي. نوموړي ټینګار کړی چې یا باید ټول غړي هېوادونه خپلې مالي ژمنې پر وخت او په بشپړ ډول ادا کړي، او یا د دې سازمان په مالي قوانینو کې بنسټیز بدلونونه راشي څو د مالي سقوط مخه ونیول شي.
ملګري ملتونه له څو میاشتو راهیسې له نقدیني کمښت سره مخ دي. په همدې حال کې، د امریکا متحد ایالات یې د ځینو ادارو په داوطلبانه مرستو کې کموالی راوستی او د ملګرو ملتونو د عادي بودجې او د سولې د ماموریتونو د اجباري ونډو د ورکړې څخه هم ډډه کړې ده؛ یو حالت چې د دې نړیوال سازمان مالي فشار لا پسې زیات کړی دی.




