په کندهار کې د يو کور د چت پرېوتو له امله د یوې کورنۍ څلور کسان مړه شول

ځايي سرچینې په کندهار ولايت کې وايي، د يو استوګنيز کور د چت د پرېوتو له امله د يوې کورنۍ څلور غړي تېره شپه مړه شوي دي.
د دغو سرچینو په وينا، دا پېښه د جمعې ماښام، د دلوې د لسمې نېټې په شپه د دامان ولسوالۍ د «غېبي کلچې» په سيمه کې رامنځته شوې ده. قربانیان ټول د يوې کورنۍ اوسېدونکي وو او د پېښې پر مهال د کور دننه موجود وو.
ځايي سرچينو د پېښې علت د سختو ورښتونو او د ودانۍ زړښت بللی دی؛ یوه ستونزه چې د فقر، د معیاري سرپناه د نشتوالي او د خوندي ودانیزو موادو ته د محدود لاسرسي له امله په ډېرو سیمو کې تکراریږي.
سره له دې چې د بارانونو په موسم کې د دې ډول پېښو شمېر زيات شوی، د طالبانو اداره تر اوسه د زیانمنو شوو کورنيو د ګډوډو کورونو د خونديتوب د ښه والي يا د عاجلې مرستې لپاره کومه مشخصه او روښانه طرحه نه ده اعلان کړې؛ يو حالت چې د سيمې اوسېدونکي يې لا زيات اندېښمن کړي دي.




