سياستمهم خبرونه

د امر بالمعروف وزیر د کابل د څلورده‌ۍ له مشرانو سره ولیدل

د طالبانو د امر بالمعروف، نهی عن‌المنکر او د شکایتونو د اورېدو وزارت ویلي چې شیخ محمد خالد حنفي، د دغه وزارت وزیر، د کابل ښار د څلورده‌ۍ سیمې له قومي مشرانو سره لیدنه کړې او د دې ادارې پر رول یې د خلکو د ستونزو په اورېدو کې ټینګار کړی دی.

د وزارت د خبرپاڼې له مخې، ښاغلي حنفي په دې ناسته کې ویلي چې د امر بالمعروف وزارت د «ښاریانو کور» بولي او اوسېدونکي کولای شي خپلې اندېښنې او ستونزې په مستقیمه توګه له د دغې ادارې له مسؤلینو سره شریکې کړي.

نوموړي همدارنګه ادعا کړې چې د طالبانو اداره یو داسې نظام دی چې له ولسي منځ څخه راټوکېدلې او د افغان ولس د اسانتیاوو برابرولو او د خلکو د ستونزو د حل لپاره ځان ژمن ګڼي؛ دا ادعا په داسې حال کې مطرح کېږي چې ګڼ شمېر ښاریان د محدودیتونو او د ځواب ورکوونکو ادارو ته د نه مؤثر لاسرسي له امله شکایت لري.

د امر بالمعروف وزارت په وینا، وزیر حنفي د څلورده‌ۍ د مشرانو د ستونزو تر اورېدو وروسته خپلو کاري مسؤولینو ته لارښوونه کړې چې د موجودو امکاناتو په کارولو سره د خلکو د غوښتنو په پوره کولو کې سستي ونه کړي او پر وخت اقدامات وکړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button