کلتور او هنرمهم خبرونه

د هرات د منارو سړک له شلو کلونو وروسته بېرته پرانیستل شو

د هرات ښاروالۍ اعلان کړی چې د منارو سړک له نږدې شلو کلونو وروسته بېرته د تګ راتګ لپاره پرانیستل شوی دی. دا هغه لار ده چې شاوخوا شل کاله وړاندې د مصلی څلور تاریخي منارو د زیانمنېدو د مخنیوي په موخه تړل شوې وه. دا سړک اوس په رسمي ډول د وسایطو لپاره خلاص شوی دی.

د ښاروالۍ چارواکي وايي، د ښار د ګڼې ګوڼې زیاتوالی او د وسایطو د شمېر زیاتېدو دوی اړ کړي چې دا مسیر بیا فعال کړي. د دوی په وینا، یاد سړک د ملک دروازې سیمه د تانک مولوي سړک سره نښلوي او کولای شي د ښار د مرکز د ترافیکي فشار یوه برخه کمه کړي.

احمد ارشاد صافي، د هرات ښاروالۍ د ښاري او سکتوري خدمتونو آمر، ویلي چې دا پرېکړه د ترافیکي مدیریت، د هرات د ولایت مقام د منظورۍ او اړوندو ادارو د همغږۍ په پایله کې عملي شوې ده. نوموړي زیاته کړه چې ښاروالۍ پلان لري دغه سړک اسفالټ کړي او د دواړو غاړو په اوږدو کې کټارې ولګوي تر څو له منارو ساتنه وشي.

یو شمېر د هرات اوسېدونکي د دې لارې له پرانیستو هرکلی کړی او دا یې یو مهم ښاري سهولت بللی دی. د هغوی په وینا، د لارو لنډوالی او د ښار بېلابېلو برخو ته ګړندۍ لاسرسی، د ورځني تګ راتګ ځینې ستونزې راکمې کړې دي.

خو د تاریخي آبدو کارپوهان د دې پرېکړې د پایلو په اړه خبرداری ورکوي او ټینګار کوي چې د موټرو تګ راتګ د منارو ترڅنګ، د دغو زړو بناوو د زیان احتمال زیاتوي. دوی وايي، منارې په نازک حالت کې دي او د سړک پرانیستل کېدلو سره د هغوی د تخریب بهیر ګړندی کېدای شي.

زلمی صفا، د تاریخي آبدو کارپوه، ویلي چې دا اقدام کولای شي د هرات د منارو او مصلی د ټولګې د یونسکو د نړیوالو میراثونو په لېست کې د ثبت چانس کمزوری کړي. نوموړي غوښتنه وکړه چې بدیلې لارې ولټول شي او د طالبانو له ادارې یې وغوښتل چې د دې څو سوه کلن میراث د ساتنې عملي مسوولیت جدي ونیسي.

د هرات منارې چې تاریخ یې د تیموریانو دورې ته رسېږي، له پنځو سوو کالو زیاته پخوانۍ ده او د جګړو او طبیعي پېښو په ترڅ کې څو ځلې زیانمنې شوې دي. کارپوهان ټینګار کوي چې دا تاریخي پاتې شوني ځانګړې پاملرنې او محتاطو پرېکړو ته اړتیا لري څو د ښار پرمختیایي ګټې د هرات د تاریخي هویت په تاوان پای ته ونه رسېږي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button