یونیسف: ۸۰ سلنه افغانان ککړ اوبه څښي

د ماشومانو د ملاتړ نړیوال صندوق (یونیسف) وايي چې افغانستان د اقلیمي بحران له امله تر ټولو زیانمن هېوادونو په کتار کې راځي، سره له دې چې دغه هېواد په نړیوال اقلیمي بحران کې لږه ونډه لرلې ده.
د دې ادارې د نوی راپور له مخې، چې د چهارشنبې په ورځ، د لړم ۲۱مه خپور شوی، تازه زلزلو او د چاپېریال دوامداره وراني د میلیونونو افغانانو، په ځانګړي ډول د زیان منو سیمو اوسېدونکو ته د پاکو اوبو لاسرسی محدود کړی او دوی یې له جدي خطرونو سره مخ کړي دي.
یونیسف خبرداری ورکړی چې له هر لسو افغانانو څخه اته تنه اړ دي چې ککړې اوبه وڅښي، یو حالت چې په مستقیم ډول د ماشومانو پر صحت منفي اغېز کوي او د ناپاکو اوبو له امله د ناروغیو د پراخېدو لامل ګرځي. دا وضعیت د طبیعي افتونو له امله د روغتیايي سیستم د ړنګېدو سره یوځای، د ناروغیو کچه لوړه کړې ده.
د یونیسف موندنې ښيي چې له دې وضعیت څخه ماشومان تر ټولو زیات اغېزمن شوي دي. هغه کورنۍ چې له طبیعي پېښو وروسته خپل کورونه له لاسه ورکړي، بېړني سرپناه، تودوخه، د څښاک پاکې اوبه او روغتیايي خدمتونو ته اړتیا لري.
دغه راپور په داسې حال کې خپور شوی چې د طالبانو اداره د خلکو لومړنیو اړتیاوو ته په ځواب ویلو کې پاتې راغلې او د چاپېریالي بحرانونو په نادیده نېولو سره د افغانانو، په ځانګړې توګه ماشومانو، د صحي او ژوند شرایطو پر وړاندې ستر مسؤلیت لري.




