د ایران پر وړاندې د عربستان د نظامي اقدام په اړه د ریاض له لوري د لحنا بدلون

د امریکایي اکسېوس رسنۍ د راپور له مخې، داسې نښې لیدل کېږي چې د سعودي عربستان دریځ د ایران په اړه بدلون موندلی دی؛ دا بدلون، که ټینګ شي، د سیمې پر امنیتي محاسباتو اغېز کولی شي. د امریکا چارواکي وايي، ریاض اوس برعکس د پخواني دریځ، د نظامي اقدام احتمال په محتاط ډول په خپلو محاسبو کې ځای ورکړی دی.
د دغو سرچینو په وینا، یوازې څو اوونۍ مخکې د سعودي چارواکو له متحده ایالاتو غوښتي وو چې له هر ډول برید څخه د ایران پر وړاندې ډډه وکړي او د جګړې د پراخېدو خطر ته یې خبرداری ورکړی و. خو اوس، د همدې سرچینو په حواله، په تازه خبرو اترو کې دا اندېښنه مطرح شوې چې که نظامي اقدام ونه شي، ښايي تهران لا جسور شي.
په همدې لړ کې، د سعودي عربستان د دفاع وزیر، شهزاده خالد بن سلمان، د ایران په تړاو د امنیتي خبرو لپاره واشنګټن ته سفر کړی دی. دا سفر د امریکا د پوځي چمتووالي له زیاتوالي سره یو مهاله ترسره شوی او د څارونکو پام یې د ریاض د رسمي او غیررسمي پیغامونو د توپیر پر لور اړولی دی.
په رسمي سطحه، د سعودي چارواکو یو بل پیغام ورکړی دی. محمد بن سلمان، د سعودي وليعهد، د ایران له ولسمشر سره په ټیلفوني خبرو کې ټینګار کړی چې ریاض به خپل هوایي حریم د ایران پر ضد د برید لپاره اجازه ورنه کړي، د ایران پر حاکمیت درناوی کوي او لا هم د دیپلوماسۍ ملاتړ کوي. دا دریځ د سعودي د حکومت په رسمي اعلامیه کې هم تکرار شوی دی.
خو سره له دې، د سعودي د بهرنیو چارو وزیر په واشنګټن کې په یوې غونډه کې یو محتاط خو بېل انځور وړاندې کړی او ویلي یې دي چې د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، له څو اوونیو ګواښونو وروسته ممکن اړ شي نظامي اقدام وکړي؛ که څه هم په ورته وخت کې باید د سیمهییزو تنشنونو د کنټرول هڅې هم دوام ولري.
نوموړي زیاته کړې چې سیمه په یوه ستراتیژیک بنبست کې ایساره ده؛ داسې وضعیت چې نظامي اقدام خطرناک او له اټکل څخه بهر پایلې لرلی شي، خو له اقدام څخه ډډه هم کېدای شي ایران ته دا ورپه برخه کړي چې له اوسني حالت څخه په پیاوړي موقف ووځي.




