سياستمهم خبرونهمهم سرلیک

د امریکا سنا له افغانستان سره د مرستو د محدودېدو طرحه تصویب کړه

د امریکا د سنا د بهرنيو اړیکو کمېټې هغه طرحه تصویب کړې چې له مخې به له افغانستان سره د واشنګټن مرستې د طالبانو تر واک لاندې د اوسني وضعیت له امله له نوو محدودیتونو سره مخ شي.

د خپرو شويو معلوماتو له مخې، په همدې مهال یو شمېر امریکايي سناتورانو له افغانستان سره د بیا رغونې لپاره ځانګړې شوې ۶۳۱ میلیونه ډالره مرستو د پرې کولو غوښتنه کړې ده. دغو قانون جوړوونکو استدلال کړی چې د شفافیت او اغېزمن نظارت له تضمین پرته د دغو مرستو دوام د اوسني حالت په شرایطو کې توجیه نه‌لري.

افغانستان د ۲۰۲۱ کال له سیاسي بدلونونو وروسته له پراخ اقتصادي او بشري کړکېچ سره مخ دی او میلیونونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري. خو د مالي سرچینو د مدیریت څرنګوالي او د مرستو د ناسمې کارونې د مخنیوي په تړاو اندېښنې د امریکا د پرېکړې کوونکو بنسټونو د بحث اصلي محور ګڼل کېږي.

طالبان د دغه پرېکړې په غبرګون کې ویلي چې له متحده ایالاتو هېڅ مستقیمې مرستې نه‌دي ترلاسه کړي او د دوی په وینا، دغو مرستو ته اړتیا هم نه‌لري. خو منتقدان ټینګار کوي چې د نړیوالو مرستو محدودول به د عادي خلکو پر ژوند تر ټولو ډېر اغېز وکړي او د روان وضعیت اصلي مسئولیت د واکمنې ادارې پر تګلاره او کړنو ور اوړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button