نوي سروي: د انګلیسانو ډېری د استارمر د استعفا غوښتونکي دي

د انګلستان د یوې نوې سروي موندنې ښيي چې د کارګر ګوند له مشرتابه سره ناخوښي زیاته شوې او د دې هېواد نیمایي څخه ډېر اوسېدونکي غواړي چې کير استارمر، د صدراعظم او حاکم کارګر ګوند مشر، له خپلې دندې استعفا وکړي.
د دې سروي له مخې، چې د ټولنپوهني شرکت «BMG Research» له خوا ترسره شوې، ۵۱ سلنه ګډونوالو ویلي چې کارګر ګوند باید یو نوی مشر وټاکي. په مقابل کې، یوازې ۲۱ سلنه ګډونوالو د استارمر د مشرتابه د دوام ملاتړ کړی دی.
دا سروي د جنورۍ په ۲۸ او ۲۹مه نېټه د ۱۵۰۰ تنو په ګډون ترسره شوې ده. په همدې حال کې ۲۸ سلنه ګډونوالو ویلي چې د کارګر ګوند د اوسني مشرتابه په اړه څرګنده نظریه نه لري.
د سروي پایلې همدارنګه ښيي چې د منچستر ښاروال اېنډي برنهام د استارمر د ځای ناستي په توګه یو مهم نوم ګڼل کېږي. ۲۴ سلنه ګډونوالو ویلي چې که نوموړی د مشرتابه لپاره وړاندې شي، دوی به ورته رایه ورکړي.




