اقتصادمهم خبرونه

د کندز د شیرخان بندر له لارې د صادراتو کچه لوړه شوې ده

د کندز د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسؤلین وايي، د افغانستان شمال کې د شیرخان بندر له لارې د صادراتو بهیر د تېر کال پرتله زیات شوی او د مال وړونکو موټرو شمېر څو برابره لوړ شوی دی.

د دغې ادارې د معلوماتو له مخې، تېر کال د زر او څلور سوه او دوه اویا مال وړونکو موټرو له لارې صادرات ترسره شوي وو، خو د روان کال له پیل څخه تر اوسه، له درې زره او پنځه پنځوسو څخه زیات موټرو د سوداګریزو توکو لېږد بهر ته کړی دی.

مسعود وحدت، د کندز د سوداګرۍ خونې د صادراتو او پانګونې د انکشاف مدیر، وايي چې صادر شوي توکي زیاتره سبزيجات، ممیز، کچالو، مېوې او نور محصولات دي چې تاجکستان، چین، روسیې او قرغزستان ته صادر شوي دي. هغه زیاته کړه چې له پاکستان سره د سوداګرۍ د درېدلو وروسته، دغه هېوادونو له افغانستان سره د نوي تجارت زمینه برابره کړې ده.

په همدې حال کې، یو شمېر سوداګر چې په شیرخان بندر کې فعالیت لري، د رامنځته شوو اسانتیاوو له امله خوښي څرګندوي او وايي چې د دوی توکي له ګمرک ته له رسېدو وروسته پرته له جدي خنډونو د صادرېدو اجازه تر لاسه کوي. خو اقتصادي پوهان ټينګار کوي چې د دې بهیر دوام او ثبات د شفافیت، د مقرراتو ثبات او د اداري جوړښتونو له سلیقوي چلندونو د مخنیوي اړتیا لري.

حاجي بیت‌الله، د کندز ولایت ویاند، ویلي چې د طالبانو ادارې مسؤلین هڅه کوي د خلکو، په ځانګړي ډول د سوداګرو، ستونزې کمې کړي او نورې اسانتیاوې برابرې کړي. خو د سوداګرو په باور، دا موضوع عملي او دوامدارو هڅو ته اړتیا لري، په ځانګړي ډول په ګمرکي او ترانزیټي برخو کې.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button