د روسۍ ديپلومات: د روسيې امنيت تضمين د اوکراين د امنيت کلي ده

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت مرستيال الکساندر ګروشکو ويلي، د اوکراين د دوامدار امنيت هر ډول تضمين د روسيې د امنيت له پاملرنې پرته ممکن نه دی، خو لوېديځ دې مسئلې ته پام نه کوي.
د روسي رسنيو د راپور له مخې، ګروشکو د لوېديځو هېوادونو د هلو ځلو په غبرګون کې چې د اوکراين پلازمېنې کيېف ته د امنيتي تضمينونو ورکولو هڅه کوي، وويل چې مسکو څو ځله ټينګار کړی دی چې د اروپا امنيت بايد داسې تأمين شي چې د روسيې امنيتي ګټې هم په کې په پام کې ونيول شي.
هغه د فرانسوي چارواکو څرګندونو ته هم اشاره وکړه او زياته يې کړه که د فرانسې ولسمشر امانوېل ماکرون رښتيا هم غواړي له ولاديمير پوتين سره خبرې وکړي، نو دا غوښتنه بايد د رسمي ديپلوماټيکو لارو له لارې مسکو ته ورسول شي، نه د رسنيو له پيغامونو څخه.
په تيرو مياشتو کې فرانسوي چارواکو څو ځله ويلي چې ماکرون د روسي ولسمشر سره د ليدنې لپاره تيار دی؛ خو د اوکراين لپاره د فرانسې څرګند او دوامدار ملاتړ د پاريس او مسکو ترمنځ سياسي اړيکې لا پسې تريو او اندېښمنې کړې دي.




