د ټرمپ د څرګندونو او فدرال رزرو پرېکړې وروسته د سرو زرو او سپینو زرو بېسارې نوسان

نړیوال د اساسې فلزاتو بازار په تېرو څلورویشت ساعتونو کې له هغو بېسارو نوساناتو سره مخ شو چې مخکې یې ساری نه و لېدلی. د سرو زرو او سپينو زرو ارزښتونه په پراخه کچه تر چټک پورته کېدو وروسته راټيټ شول او پانګهوالو ته یې یو نوی اقتصادي شاک ورکړ.
د دغو بدلونونو له مخې، د پنجشنبې په ورځ د سرو زرو نړیواله بیه تر ۵۵۰۰ ډالرو او د سپينو زرو بیه تر ۱۲۰ ډالرو پورته شوه؛ خو یوازې یوه ورځ وروسته د سرو زرو بیه له ۱۰ سلنې او د سپينو زرو بیه له ۳۰ سلنې ډېره راکمه شوه. دا کمښت ښيي چې بازار د سیاسي او مالي نښو پر وړاندې خورا زیانمن او نازک حالت لري.
شننونکیان دا ناڅاپي نوسان د سیاسي او بنسټیزو (فاندامنتل) عواملو ګډه پایله بولي. د چارشنبې په ورځ د ډونالډ ټرمپ څرګندونو، چې د سود د کچې د راټیټولو لپاره د فشار زیاتولو او د ډالر د ارزښت کمښت بېاهمیته ګڼلو ټینګار یې وکړ، بازار ته روحي اغېز وکړ. هممهاله، د چین د مرکزي بانکونو د زېرمو زیاتوالی، د جیوپولیټیکي خطرونو زیاتېدل او د سوداګریزو شخړو دوام هم د فلزاتو په بازار کې د یو احساساتي رالي سبب شول.
خو د بازار بهیر ډېر ژر بدلون وموند. د جمعې په ورځ، کوین وارش د امریکا د فدرال رزرو راتلونکي رئیس په توګه معرفي شو، چې له دې سره د نړۍ اقتصادي فضا یو ځل بیا بدله شوه. وارش د انقباضي مالي پالیسیو پلوی دی، د سود د کچې له ټیټولو سره مخالف دی او د لوړو بهرهنرخونو ساتل د انفلاسیون د مهار وسیله بولي.
د بازار د ناظرينو په وینا، دغه پرېکړې د ۲۰۲۶ کال لپاره د امریکا د سود د کچې د راټیټولو هیله نږدې له منځه یووړه او بازارونه یې د قفل او دروند کمښت حالت ته داخل کړل. دا وضعیت یو ځل بیا د امریکا د مالي پالیسیو د نړیوال اقتصاد په بڼه ټاکونکی رول څرګند کړ.




