دوهم سرلیکمهم خبرونهنړیوال

د غزې د برېښنا کړکېچ دوام لري

له هغه وروسته چې په غزه کې اوربند شوی، د دې سیمې خلک لا هم د برېښنا بشپړې پرېکېدو سره لاس او ګرېوان دي؛ دا یو ژور کړکېچ دی چې له هغه وخته پیل شو، چې پوځې بریدونه په دې سیمه کې پيل شول.

له جګړې دمخه، نوار غزه به په اوسط ډول له اشغال شوو خاورې شاوخوا ۱۶۰ مېګاواټه برېښنا ترلاسه کوله. تر دې سربېره، د غزې یوازینۍ فعاله برېښنا فابریکه هم تر ۶۰ مېګاواټه د تولید ظرفیت درلود. خو دا سرچینې، په ځانګړي ډول د اوږدې محاصرې له امله، لازم ثبات نه درلود.

یوازې څو ورځې وروسته له هغه چې پوځې بریدونه شدید شول، د نوار غزې برېښنا فابریکه د سون توکو د نشتوالي له امله بشپړه بنده شوه. د «العربی الجدید» وېب‌پاڼې راپور ښيي چې له دې وروسته چې د سون توکو زېرمې خلاصې شوې، غزه بشپړ تورتم ته ولوېده.

د غزې د برېښنا وېش شرکت مسؤلینو د رویټرز خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي چې تر ۸۰ سلنه زیات د برېښنا لېږد شبکه د هوايي بریدونو له امله له منځه تللې ده. هغوی د برېښنا اړوندو تأسیساتو، ماشینونو او بنسټونو ته د لومړنيو زیانو ارزښت ۷۲۸ میلیونه ډالر اټکل کړی دی.

د طالبانو اداره، چې له غزې حاکمو ډلو سره نژدې سیاسي اړیکې لري، د دې بشري ناورین په وړاندې چوپ پاتې شوې او د دې سیمې له ملکي وګړو سره یې هېڅ ملاتړ نه دی کړی. دغه بې‌پامۍ، د دې ادارې د بهرنۍ پالیسۍ په اړه پوښتنې راپورته کړې، چې د نورو هېوادونو د بشري کړکېچونو په وړاندې یې دریځ څه دی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button