د خیبر پښتونخوا خبرداری: له افغانستان سره د سوداګرۍ بندېدو اقتصادي ستونزې رامنځته کړي

د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت مالي چارواکو خبرداری ورکړی چې له افغانستان سره د سوداګرۍ درېدلو جدي اقتصادي پایلې درلودلې او دا حالت هم د دولت پر عوایدو او هم د خلکو پر دندو منفي اغېز کړی دی.
د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، مزمل اسلم، د خیبر پښتونخوا د مالي چارو سلاکار، په یوه رسمي لیک کې د پاکستان د فدرالي سوداګرۍ وزیر، جام کمال، ته لیکلي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ټرانزیټي لارو له تړل کېدو وروسته، د دواړو غاړو ترمنځ سوداګري نږدې په بشپړ ډول بنده شوې ده.
په دغه لیک کې ټینګار شوی چې د دې وضعیت دوام به لا زیاته اقتصادي ضررونه پر سوداګرو، کارګرانو او د سیمې پر اقتصادي جوړښت واچوي؛ یوه موضوع چې د پاکستان د مرکزي چارواکو عاجلې پاملرنې ته اړتیا لري.
د خیبر پښتونخوا د مالي چارو سلاکار له فدرالي حکومت څخه غوښتي چې د دې کړکېچ د څېړلو لپاره دې د لوړ پوړ غونډه ترسره کړي او د سوداګرۍ د بېرته پيل او اقتصادي زیانونو د کمولو لپاره دې عملي حلونه ولټوي.




