مهم خبرونهنړیوال

اسلام‌اباد د چين–پاکستان اقتصادي دهليز د افغانستان تر لور غځولو ته چمتووالی ښيي

پاکستاني رسنيو راپور ورکړی چې د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت چارواکو د سنا په غونډه کې ويلي، د چين–پاکستان اقتصادي دهليز (CPEC) د افغانستان تر لور د غځېدو لپاره مقدماتي چمتووالی روان دی او ورسره په ورته مهال، د پاکستان، چين او افغانستان د درې‌جانبه همکارۍ د چوکاټ د بېرته فعالېدو هڅې هم دوام لري.

د دغو چارواکو په وينا، له چين سره ستراتېژيکه شراکت د پاکستان د بهرنۍ پاليسۍ له بنسټيزو ستنو څخه ده او اسلام‌اباد لا هم د «يو چين» پر تګلارې د ملاتړ ټينګار کوي. هغوی زياته کړې چې دا همکارۍ کولای شي د سيمه‌يز اتصال او بنسټي پروژو په پياوړتيا کې مهم رول ولوبوي.

دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې دا مهال د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټول تجارتي لارې او سوداګريزې تبادلې تړلې دي؛ يو حالت چې د دواړو غاړو د سوداګرو او اوسېدونکو لپاره جدي اقتصادي ستونزې رامنځ ته کړې دي.

په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا د اقتصادي تګلارو او له سيمه‌ييزو نوښتونو سره د تعامل د څرنګوالي په اړه د شفافيت نه‌شتوالی اندېښنې راولاړې کړې دي. کارپوهان باور لري چې له دوامداره ډول د تجارتي لارو د پرانيستې او د ملي ګټو د روښان تعريف پرته، هر ډول سيمه‌ييزه طرحه به له عملي چلنجونو سره مخ شي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button