امنیت او پېښېمهم خبرونه
په هرات ولايت کې نږدې ۴۰۰ جنايي شکمن کسان نيول شوي

د طالبانو تر ادارې لاندې د هرات د پوليسو رياست اعلان کړی چې په تېرو دوو مياشتو کې نږدې ۴۰۰ کسان د بېلابېلو جنايي جرمونو په تور نيول شوي دي.
د امنيتي چارواکو په وينا، د نیول شوو کسانو له ډلې اته تنه د قتل په تور تورن دي. پوليسو د نیول شوو کسانو د هويت يا د پېښو د څرنګوالي په اړه نور جزئيات نهدي ورکړي.
کهڅه هم د طالبانو اداره دا بنديان په هرات کې د امنيت د ټينګښت د هڅو برخه بولي، خو د نیولو د بهير، د مدافع وکيل ته د لاسرسي او د عدلي بهير د شفافيت په اړه د معلوماتو نشتوالی د هرات د اوسيدونکو او د بشري حقونو د څار بنسټونو اندېښنې راپارولې دي.
مدني فعالان ټينګار کوي چې د امنيت ټينګښت بايد د عادلانه قضايي اصولو او د تورنو کسانو د حقونو له رعايت سره يوځای ترسره شي، تر څو د امنيتي او عدلي بنسټونو پر وړاندې د خلکو باور وساتل شي.




