مهم خبرونهنړیوال

د سعودي عربستان پاچا د هېواد په اوږدو کې د باران د لمانځه ترسره کولو امر کړی

د سعودي عربستان شاهي دفتر د دوشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دې هېواد پاچا، ملک سلمان بن عبدالعزیز، له خلکو غوښتي چې د پنجشنبې په ورځ د استسقا یا باران د لمانځه ادا کولو ته راووځي.

په دې اعلامیه کې له خلکو غوښتنه شوې چې د وچکالۍ د له منځه وړلو او د الهي رحم د تر لاسه کولو لپاره عبادت، دعا، د صدقې ورکول او د الله یاد ډېر کړي.

دا غوښتنه په داسې حال کې مطرح شوې چې د سعودي عربستان ځینې برخې له کم‌اوبه‌والي او د اورښت کمښت سره مخ دي.

د سعودي عربستان د رسمي خبري آژانس (واس) د رپوټ له مخې، شاهي دفتر ټینګار کړی چې خلک باید په عاجزي، د شپې لمانځو (تهجد) او دوامدار دعاګانو سره خپل اړتیاوي الله ته وسپاري، ځکه چې الله تعالی د خپلو دعا کوونکو بنده‌ګانو مینه‌وال دی او د هغوی دعاوې قبلوي.

په اعلامیه کې دا هم راغلي چې له الله پاکه غوښتنه شوې، چې خپل رحمت او نعمت پر خلکو او د سعودي عربستان پر خاوره نازل کړي، او دا خیر او برکت وګرځي.

یادونه باید وشي چې د استسقا لمونځ د اسلام په تاریخ کې اوږد دود لري او عموماً په وچو او کم‌اوبه سیمو کې د باران غوښتلو لپاره ادا کېږي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button