ټرمپ د وینزویلا د هوايي حریم د بشپړ پرانیستلو اعلان وکړ

د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې له د وینزویلا د ولسمشر سره د خبرو وروسته، پرېکړه شوې چې د دغه هېواد د سوداګریز هوايي حریم بشپړه پرانیسته ترسره شي.
ټرمپ د وینزویلا د انتقالې مشرتابه مننه وکړه او ویې ویل چې واشنګټن له دې جوړښت سره ښه اړیکې لري او دغه اړیکې يې «پیاوړې» وبللې. نوموړي ټینګار وکړ چې د دواړو خواوو تر منځ مستقیم تماس ترسره شوی او وروستۍ پرېکړه هم په همدې چوکاټ کې شوې ده.
د امریکا د ولسمشر په وینا، د دې پرېکړې تر عملي کېدو وروسته به د امریکا وګړي ژر وتوانېږي چې له ډاډ او باور سره وینزویلا ته سفر وکړي. هغه د دې اقدام د وخت او طریقي په اړه نور جزئیات ورنه کړل.
د سوداګریز هوايي حریم پرانیستل کېدای شي د محدودیتونو د کمېدو او د دواړو هېوادونو تر منځ د تګ راتګ د عادي کېدو نښه وي؛ هغه موضوع چې په تېرو کلونو کې د سیاسي ترینګلتیاوو او د الوتنو د محدودیتونو له امله اغېزمنه شوې وه.




