سياستمهم خبرونه

متقي: طالبان له افغانستان بهر له ۴۰ زياتې سياسي استازولۍ لري

اميرخان متقي، د طالبانو د حکومت د بهرنيو چارو سرپرست وزير، ويلي چې دا اداره اوس مهال له افغانستان بهر له ۴۰ زياتې فعاله سياسي استازولۍ لري. د هغه په وينا، له سيميزو او نړيوالو هېوادونو سره د طالبانو ديپلوماتيکې اړيکې د پراخېدو په حال کې دي.

متقي دا څرګندونې په ارګ کې د يوې غونډې پر مهال وکړې چې د هغه په وينا، د «فرهنګي او ليکوال مبارزينو» د ستاينې لپاره جوړه شوې وه. نوموړي له دې ډېر جزئيات ورنه‌کړل، خو ويې ويل چې د طالبانو د ادارې بهرنۍ اړيکې او تماسونه د تېر په پرتله زيات شوي دي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د طالبانو د ادعاوو سربېره، د دې ادارې حکومت تر اوسه د نړيوالې ټولنې له خوا په رسمي ډول نه دی پېژندل شوی او ډېری هېوادونه ورسره خپل تعاملونه په محدود او غيررسمي کچه ساتي.

سياسي شنونکي بيا ټينګار کوي چې د نړيوال مشروعيت نشتوالی، د بشري حقونو په برخه کې اندېښنې، او پراخې ټولنيزې محدودې، په ځانګړي ډول پر ښځو او رسنيو، هغه اساسي چلنجونه دي چې د افغانستان د بهرنيو اړيکو د عادي کېدو په لاره کې خنډ جوړوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button