د طالبانو د ادارې غبرګون د سيګار د فعاليتونو د بندېدو په اړه

ذبيحالله مجاهد، د طالبانو د ادارې وياند، د امريکا د ځانګړي مفتش د ادارې (سيګار) د فعاليتونو د بندېدو اعلان ته په غبرګون کې ويلي چې د دغه بنسټ کار پاى ته رسېدل به د افغانستان پر حالت هېڅ اغېز ونلري او د ده په وينا، سيګار د افغانستان لپاره کومه ګټه نه درلوده.
مجاهد ادعا وکړه چې له هغه وروسته چې د امريکايي ځواکونو وتل او د طالبانو د ادارې تسلط رامنځته شو، سيګار په افغانستان کې مؤثر رول نه درلود او د دې ادارې خپاره شوي راپورونه يې “اغراق شوي” وبلل. نوموړي زياته کړه چې سيګار په اصل کې د امريکا د لګښتونو د څېړنې لپاره جوړ شوی و، نه د افغانستان د خلکو د ګټې لپاره.
دغه څرګندونې په داسې حال کې شوې دي چې سيګار په تېرو کلونو کې له شفاف مالي حالت، د مرستو د مصرف څرنګوالي او د ادارې چلنجونو په اړه له څو انتقادونو ډک راپورونه خپاره کړي وو. دغه راپورونه همېشه د طالبانو د ادارې له منفي غبرګون او رد سره مخ شوي دي.
له دې وړاندې، د افغانستان د بيا رغونې لپاره د امريکا د ځانګړي مفتش اداره (سيګار) اعلان کړی و چې خپل فعاليتونه به د روان ميلادي کال د جنورۍ تر ۳۱مې نېټې پورې رسميآ بند کړي. سيګار په ۲۰۰۸ کال کې د امريکا د مرستو د لګښت د څارنې د ماموريت لپاره رامنځته شوی و.




