اروپايي ټولنې د «مالا» مالي پروګرام دويم پړاو پيل کړ

اروپايي ټولنې د افغانستان د ودې له صندوق (ACGF) سره په همکارۍ د «مالا» پروګرام دويم پړاو د ۱۵ ميليونه يورو په ځانګړې بوديجې سره پيل کړی دی. د دې پروګرام موخه د مالي منابعو ته د لاسرسي ښه کول او د کوچني مالي نظام پیاوړتیا ده.
د خپرو شویو معلوماتو له مخې، دا پړاو د مايکرو فایننس سکتور د پیاوړتیا پر تمرکز طرحه شوی، څو کوچنۍ او منځنۍ سوداګرۍ، په ځانګړي ډول د ښځو تر مشرتابه لاندې شرکتونه او له کرنې سره تړلې اقتصادي چارې، وکولای شي د خپل کاروبار د پرمختګ لپاره اړين پانګه ترلاسه کړي.
اروپايي ټولنې ټینګار کړی چې د مالي خدمتونو دوامداره لاسرسی د محلي اقتصاد د ودې او د کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې مهم رول لري، او د مايکرو فایننس پیاوړتیا کولای شي هغه خنډونه کم کړي چې دا بنسټونه ورسره مخ دي.
د «مالا» پروګرام له هغو نوښتونو څخه دی چې د مالي شموليت پر تمرکز سره هڅه کوي د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې د کوچنيو اقتصادي فعاليتونو د ودې زمينه برابره کړي.




