د ترمپ ادارې نوې لارښوونه د مینهسوټا تر ډزو وروسته د مهاجرت مامورانو ته صادره شوه

د رویټرز د موندنو له مخې، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ترمپ ادارې د مهاجرت او ګمرک فدرالي ادارې کارکوونکو ته په مینهسوټا ایالت کې نوې لارښوونه صادره کړې ده. د دې لارښوونې له مخې، ماموران باید له معترضینو سره له هر ډول مستقیم تعامل څخه ډډه وکړي او له هغوی څخه فاصلې وساتي. دا پرېکړه وروسته له هغه وشوه چې د فدرالي ځواکونو په ډزو کې دوه امریکايي وګړي ووژل شول.
په دغه سند کې ټینګار شوی چې د مهاجرت ماموران باید یوازې هغه کسان په نښه کړي چې له جزایي تورونو یا محکومیتونو سره مخ دي. دا نوې تګلاره له پخوانیو پراخو عملیاتو څخه څرګند واټن ګڼل کېږي — هغو عملیاتو چې په مینیاپولیس او یو شمېر نورو ښارونو کې پراخې منفي غبرګونونه او قانوني ننګونې راوپارولې.
په یو برېښنالیک کې، چې د امریکا د مهاجرت ادارې یوه لوړپوړي چارواکي لېږلی، راغلي: «له ګډوډګرو خلکو سره اړیکه مه نیسئ او له هغوی سره تعامل مه کوئ، دا کار یوازې وضعیت خرابوي.» په پیغام کې دا هم ویل شوي چې یوازینی ارتباط باید د هغو افسرانو له لارې وي چې رسمي دستورونه صادروي.
د امریکا د کورني امنیت وزارت، چې د مهاجرت ادارې څارونکی نهاد دی، تر د دې خبر د خپرېدو پورې په رسمي ډول د نوې لارښوونې په اړه کوم غبرګون نه دی څرګند کړی.
دا عملي بدلون په داسې حال کې رامنځته کېږي چې ولسمشر ډونالډ ترمپ روانه اوونۍ ویلي، غواړي د مینیاپولیس او سنت پال ښارونو کې شته ترینګلتیا راکمه کړي. دا ترینګلتیا وروسته له هغه لوړه شوه چې د فدرالي مهاجرت مامورانو په ډزو کې دوه امریکايي وګړي ووژل شول. د ترمپ ادارې چارواکو دواړه قربانیان تر پېښو وروسته «حملهکوونکي» بللي، خو د رویټرز په وینا، شته ویډیويي شواهد دغه ادعا تر پوښتنې لاندې راوستې ده.
راپور زیاتوي چې ولسمشر ترمپ د مینهسوټا د مهاجرتي عملیاتو مشري تام هومن ته، چې یو پخوانی سرحدي مامور دی، سپارلې ده. یو لوړپوړي مقام رویټرز ته ویلي چې دا اقدام د قانون د پلي کېدو په برخه کې د یو «هدفمند» پړاو برخه ده.
همداراز ویل شوي چې ګرېګوري بویینو، د سرحدي ګزمو قوماندان، چې پخوا یې په لاسانجلس، شیکاګو او نورو ښارونو کې د متقابلو عملیاتو مشري کړې وه، له دندې ټیټ شوی او ژر به تقاعد واخلي.
په نوې لارښوونه کې راغلي چې د مهاجرت ادارې ماموران به د غږیزو وسایلو (لوډسپیکرونو) سره سمبال شي څو خلکو ته خپل دستورونه روښانه اعلان کړي، او مکلف دي چې د هر بندي کولو پړاوونه په خوله واضح تشریح کړي. د څارونکو په وینا، دا ګام د ترینګلتیا د کمېدو او د عملیاتو د روڼتیا د زیاتوالي هڅه ده.




