د طالبانو د ادارې پلاوي د روسي چارواکو سره د دفاعي همکارۍ په اړه خبرې وکړې

د طالبانو د ادارې د دفاع وزارت اعلان کړی چې د محمد قاسم فرید په مشري یو پلاوی، چې د یاد وزارت د ستراتېژۍ او تګلارې مرستیال دی، روسیې ته تللی او هلته يې د روسیې د دفاع وزارت له چارواکو سره د دفاعي همکارۍ او امنیتي مسایلو په اړه لیدلي دي.
د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، دغه ناسته په مسکو کې د روسي پلاوي په ګډون وشوه چې مشري یې د واسیلي اوسماکوف، د روسیې د دفاع وزارت د ستراتېژۍ او تګلارې مرستیال کوله. دواړو لوریو د سیمهییز امنیت، متقابلې همکارۍ او د امنیتي ننګونو د مخنیوي لارو چارو په اړه هر اړخیز بحثونه وکړل.
د طالبانو د ادارې د دفاع وزارت زیاته کړې چې په دې لیدنه کې د اړیکو پر دوام، د رسمي تعاملاتو پر پراختیا او د اوږدمهالو همکاریو پر رامنځته کولو ټینګار شوی دی. دواړه خواوې پر دې سلا شوې چې ګډ او منظم ګامونه به د دوامدارو همکاریو لپاره واخلي.
تر دې وړاندې، د روسیې انترفکس خبري اژانس هم د روسي لوړپوړو پوځي چارواکو او د طالبانو د ادارې تر منځ د خبرو راپور ورکړی و. د روسیې د دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې په دغه ناسته کې د دواړو خواوو د خوښې په برخو کې د پوځي همکاریو اوسنی وضعیت او راتلونکی لید لوری څېړل شوی دی.
روسیه تر اوسه یوازینی هېواد دی چې د طالبانو اداره یې په رسمیت پېژندلې ده؛ یو اقدام چې له پراخو کورنیو او نړیوالو نیوکو سره مخ شوی او د داسې جوړښت د مشروعیت په اړه اندېښنې زیاتې کړې چې د پراخو محدودیتونو، په ځانګړي ډول د بشري حقونو په برخه کې، تر نیوکو لاندې دی. شنونکي باور لري چې د مسکو اصلي اندېښنه هغه امنیتي ګواښونه دي چې له افغانستانه راولاړېږي او پر سیمه یې اغېز کولای شي.




