سياستمهم خبرونه

د طالبانو د مشر حکم: د غایب او په فساد تورنو کسانو شتمنۍ به توقیفېږي

د طالبانو د مشر هبت‌الله اخندزاده په یوه نوي حکم کې ویل شوي چې د هغو کسانو منقوله او غیرمنقوله شتمنۍ به توقیف شي چې «غایب» بلل شوي او په فساد تورن دي.

په دې حکم کې، چې یوه کاپي یې رسنیو ته رسېدلې، راغلي چې د طالبانو د ادارې اړوند د استوګنځایونو د پلټنې رياست منحل شوی او ټول صلاحیتونه او مسئولیتونه یې د دغه ډلې سترې محکمې نظامي مرستیال ته سپارل شوي دي.

د حکم له مخې، د هغو کسانو د شتمنیو او ملکیتونو څېړنه او رسیدګي چې «غایب او ساعي بالفساد» بلل شوي، له دې وروسته به د طالبانو نظامي محکمې ترسره کوي؛ محکمې چې د دې ډلې د قضایي جوړښت تر مستقیمې څارنې لاندې فعالیت کوي.

منتقدان وايي، د داسې پراخو صلاحیتونو متمرکزول په طالبانو پورې تړلو نظامي او قضایي بنسټونو کې، پرته له قانوني شفافیت او خپلواکه څارنې، د ناوړې استفادې او د افغانانو د ملکیت د حقونو د نقض زمینه برابروي؛ هغه موضوع چې په تېرو کلونو کې څو ځل د خلکو او قانوني بنسټونو د اندېښنې سبب شوې ده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button