روغتيامهم خبرونه

اوچا: تر ۲۰۲۶ پورې به ۱۴.۴ میلیونه افغانان روغتیایي خدماتو ته اړتیا ولري

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) اعلان کړی چې د ۲۰۲۶ میلادي کال تر پایه به شاوخوا ۱۴.۴ میلیونه افغانان روغتیایي خدماتو ته اړتیا ولري. د دې ارزونې له مخې، یوازې ۷.۲ میلیونه تنه به د روغتیایي مرستو تر پوښښ لاندې راشي.

اوچا په راپور کې چې د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې نهمه) خپور شوی، ویلي چې ۵۴ سلنه اړتیا لرونکي ماشومان دي او ۲۴ سلنه نورې ښځې دي. همدارنګه، ۱۰ سلنه دغه کسان د معلولیت له ستونزې سره مخ دي چې د روغتیایي خدمتونو لاسرسی یې له زیاتو ننګونو سره مخامخ کړی.

د دې ادارې په وینا، د دغو اړتیاوو د پوره کولو لپاره له ۱۹۰ میلیونو ډالرو ډېر بودیجه اړینه ده؛ خو د مرستو د کمېدو له امله د دې مالي سرچینو برابرول له جدي اندېښنو سره مخ دي. د سرچینو کمښت کولای شي د حیاتي خدماتو وړاندې کول، په ځانګړې توګه د زیان‌منونکو ډلو لپاره، محدود کړي.

اوچا ټینګار کړی چې افغانستان لاهم د روان کال تر ټولو لوی بشري بحران پاتې دی، او نږدې ۲۲ میلیونه افغانان د بشري مرستو پر مټ ژوند کوي. د کړکېچ دوام، او همدارنګه د طالبانو تر ادارې لاندې جوړښتي محدودیتونه، د روغتیايي سیستم او مرستندویو بنسټونو فشار زیات کړی دی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button