ټولنه‌یز

د پاکستان له زندانونو د ۲۵۵ افغان مهاجرو خوشې کېدل

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، ۲۵۵ افغان مهاجر د پاکستان له زندانونو له خوشې کېدو وروسته د روانې اوونۍ په اوږدو کې افغانستان ته راستانه شوي دي.

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، چې د پنجشنبې په ورځ (د دلو ۹مه) خپره شوې، دغه کسان د سپین بولدک له پولو هېواد ته داخل شوي او له لومړنیو اداري پړاوونو وروسته خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي دي.

دغه وزارت زیاته کړې ده، د دغو مهاجرو د بند موده بېلابېله وه او دوی یې له دوو ورځو تر دوو میاشتو پورې په پاکستاني زندانونو کې تېره کړې وه. د هغوی د نیولو یا د بند د شرایطو په اړه نور جزئیات نه دي وړاندې شوي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو میاشتو کې په پاکستان کې د افغان مهاجرو د نیولو او ایستلو پېښې زیاتې شوې دي، او ناقدان وايي، د طالبانو اداره تر اوسه نه ده توانېدلې ترڅو د افغانستان د وګړو د حقوقي او ډیپلوماټیک ملاتړ لپاره اغېزمن میکانیزم رامنځته کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button