اقتصاددوهم سرلیکمهم خبرونه

د سرو زرو بیه په نړیوال بازار کې د ۵۶۰۰ ډالرو پولو ته ورسیده

په نړیوالو قېمتي فلزاتو بازارونو کې د تازه معاملو له مخې، د سرو زرو بیه په ۳.۲ سلنه پام وړ زیاتوالي سره د هر اونس په ۵۶۰۰ ډالرو نږدې شوې ده؛ دا شمېرې د دې قېمتي فلز د صعودي بهیر دوام ښيي.

د بازار د راپورونو پر بنسټ، اوس هر اونس سره زر په ۵۵۸۷ ډالرو پلورل کېږي، چې د تېرې ورځې په پرتله ۱۷۲ ډالره زیاتوالی ښيي. دا چټک پورته حرکت زر د یوې نوې تاریخي کچې د ثبت څو ګامه لرې کړی دی.

د وختي تمایلاتو ارزونې ښيي چې د سرو زرو اوسنی قیمت د یو میاشت مخکې په پرتله ۲۸ سلنه او د یو کال مخکې په نسبت له دوه چنده زیات شوی دی. همدارنګه، له ۲۰۲۶ کال د پیل راهیسې دا قېمتي فلز شاوخوا ۲۰ سلنه وده تجربه کړې ده.

سربېره پر زرو، نور قېمتي فلزات هم د بیو په لوړېدو سره مخ دي. د سپینو زرو بیه په ۳.۳ سلنه زیاتوالي سره د هر اونس ۱۱۹.۸۹ ډالرو ته رسېدلې او یو نوی ریکارډ یې ثبت کړی دی. همدارنګه، پلاتین او پالادیوم په ترتیب سره د ۸۲ او ۴۳ ډالرو په زیاتوالي، د هر اونس په ۲۷۸۶ او ۲۰۸۷ ډالرو پلورل شوي دي.

د رویټرز د راپور له مخې، پانګوالو ته دا تمایل پیدا شوی چې خپلې شتمنۍ له اقتصادي او سیاسي خطرونو وژغوري، په ځانګړې توګه د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې د جیوپولیتیکي ترینګلتیاوو د زیاتېدو له امله. دا پدیده د سرو زرو د بیې د لوړېدو بنسټیز لامل بلل کېږي.

خو د «زانر مېټلز» د بنسټ مرستیال، پیټر ګرېنت وایي، سره له دې چې د زرو تقاضا ډېره لوړه شوې، خو دا فلز لا هم د احتمالي بیې اصلاح له خطر سره مخ دی، چې کېدای شي د بازار د راتلونکو خوځښتونو پر مهال د پانګوالو پام ځان ته راواړوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button