روغتيامهم خبرونه

په کابل کې د سرطان درملنې مرکز رسماً پرانستل شو

د طالبانو د عامې روغتيا وزير اعلان وکړ چې د سرطان د ناروغۍ د درملنې مرکز په کابل کې د ځانګړو روغتيايي خدماتو د پراختيا په موخه رسماً پرانيستل شوی او تمه ده چې په راتلونکو کلونو کې يې ظرفيت په څرګند ډول زيات شي.

نورجلال جلالي دا څرګندونې د ياد مرکز د پرانېستې په مراسمو کې وکړې او ويې ويل چې پلان جوړ شوی څو دغه روغتون وکولای شي په اوږدمهال کې د سرطان د ناروغانو لپاره لا پرمختللي درملنې خدمات وړاندې کړي.

ده وويل، د داسې مرکزونو جوړېدل کولای شي د هېواد د وګړو د درملنې يو شمېر اړتياوې د دننه څخه پوره کړي، په داسې حال کې چې تر دې مخکې ډېری ناروغان اړ وو د درملنې لپاره له هېواده بهر ولاړ شي.

روغتيايي کارپوهان ټينګار کوي چې د سرطان د درملنې د زېربناوو پراختيا د دايمي پانګونې، مسلکي کار ځواک او د معياري تجهيزاتو او دواګانو منظم لاسرسي ته اړتيا لري؛ هغه موضوعات چې لا هم د افغانستان د روغتيايي نظام له جدي ننګونو شمېرل کېږي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button