اقتصادمهم خبرونه

د طالبانو د مالیې وزارت په لارښوونه د دولتي کارکوونکو د معاشونو ورکړه وځنډېده

باور وړ سرچینې وایي چې د طالبانو د ادارې د مالیې وزارت په امر د دولتي ادارو کارکوونکو د جدي میاشتې د معاشونو ورکړه وځنډېدله او د حوالو د عادي طی مراحلو لړۍ درېدلې ده.

د معمول کړنلارې له مخې، د کارکوونکو د معاش حوالې باید د هرې میاشتې تر درېیمې نېټې پورې په ولایتونو کې په مستوفیتونو کې بشپړې شوې وای، خو د سرچینو په وینا، د مالیې وزارت چارواکو د مستوفیتونو کارکوونکو ته امر کړی دی چې تر دوهمې خبرتیا پورې د دې حوالو له لېږلو او اجرا کولو ډډه وکړي.

دغه ځنډ د دولتي کارکوونکو پراخه اندېښنه راپارولې ده، هغه کارکوونکي چې د اقتصادي ستونزو او د عوایدو د کمېدو په حالت کې، میاشتنی معاش یې د خپلو کورنیو د لومړنیو اړتیاوو یوازینۍ سرچینه بلل کېږي.

تر اوسه د دې ځنډ څرګند دلیل نه دی اعلان شوی او د طالبانو د ادارې د مالیې وزارت هم د رسنیو د پوښتنو په ځواب کې رسمي وضاحت نه دی وړاندې کړی، هغه چوپتيا چې د دغې ادارې د شفافيت او حساب ورکونې په اړه نيوکې زياتې کړې دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button