ټولنه‌یزمهم خبرونهنړیوال

لوګزامبورګ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي صندوق ته ۲.۳ ميليونه ډالر مرسته کوي

د ملګرو ملتونو د باور ځانګړي صندوق د افغانستان لپاره اعلان کړی چې د لوګزامبورګ حکومت ۲.۳ ميليونه ډالر دې صندوق ته ځانګړي کړي دي؛ دا مرسته، د دې بنسټ په وينا، د افغانستان د بنسټيزو خدمتونو په ښه‌والي کې مهم رول لري.

دغه صندوق د چهارشنبې په ورځ، د سلواغې اتمه، په يوه خپره شوې اعلاميه کې د لوګزامبورګ له مالي ملاتړ مننه وکړه او دا يې د بشردوستانه او پرمختيايي پروګرامونو د پياوړتيا لپاره يو مهم ګام وباله.

د ورکړل شويو معلوماتو له مخې، دا نوې مالي سرچينې کولای شي د زيان منونکو سيمو اوسېدونکو ته د بنسټيزو خدمتونو د زيات وړاندې کولو زمينه برابره کړي او د افغانستان لپاره د اقتصادې او اقليمي زغم په پياوړتيا کې مرسته وکړي.

د ملګرو ملتونو د باور ځانګړی صندوق د افغانستان لپاره له هغو ميکانيزمونو څخه دی چې د افغانانو د ملاتړ او د څو اړخيزو کړکېچونو د پايلو د کمولو په موخه، نړيوالې مرستې اداره او د لومړيتوب پروژو ته يې ځانګړې کوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button