دوهم سرلیکنړیوال

د سعودي وليعهد د هېواد له خاورې د پوځي استفادې اجازه رد کړه

د سعودي عربستان وليعهد محمد بن سلمان ويلي دي چې رياض به هېڅ لوري ته اجازه ورنه کړي چې د دې هېواد له خاورې يا هوايي حريم څخه د پوځي اقدامونو لپاره ګټه واخلي. دا دريځ هغه د ايران د اسلامي جمهوريت له ولسمشر مسعود پزشکيان سره د تليفوني خبرو پر مهال څرګند کړی دی.

د سعودي رسنيو د راپور له مخې، د دغه هېواد وليعهد په دې خبرو کې د ايران د حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا د درناوي پر اړتيا ټينګار کړی او ويلي يې دي چې رياض هڅه کوي د سيمې د پوځي تاوتريخوالي د پراخېدو مخه ونيسي.

محمد بن سلمان زياته کړې چې سعودي به هېڅ هغه اقدام ونه‌منل شي چې د سيمې د ناامنۍ او بې‌ثباتۍ لامل شي، او غوره ګڼي چې اختلافونه د سياسي او ديپلماتيکو لارو حل شي.

نوموړي دا هم وويل چې د سيمې امنيت او ثبات پياوړتيا د سعودي د بهرنۍ پاليسۍ له مهمو لومړيتوبونو څخه ده او ټينګار يې وکړ چې خبرې اترې او مذاکرات د هېوادونو تر منځ د اختلافونو د مديريت لپاره تر ټولو ښه لاره ده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button