دوهم سرلیکمهم خبرونهنړیوال

ټرمپ نرم دریځ خپل کړ: د مینې‌سوټا پېښې «ډارونکې» وې

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د فدرالي مهاجرتي مامورینو له خوا د دویمې مرګونې ډزې په غبرګون کې ویلي چې د هغه حکومت پرېکړه کړې «یو څه د خپلو اقداماتو شدت راکم کړي». دا څرګندونې وروسته له هغې شوې چې په هېواد کې د عامه اعتراضونو او فشارونو کچه لوړه شوه.

ټرمپ د سه‌شنبې په ورځ د فاکس نیوز له شبکې سره په مرکه کې دواړه پېښې «ډارونکې» وبللې او ویې ویل: «په پای کې دا یوه ویرونکې پېښه وه. دواړه پېښې ډېره ډارونکې وې.»

د جنورۍ په لومړیو کې، رېني ګوډ د مهاجرتي مامورینو اړوند یوې پېښې کې ژوند له لاسه ورکړ. څو ورځې وروسته، الکس پریتي چې د تېرو اونیو په پای کې د امریکا د مهاجرت او ګمرک ادارې (آیس) لخوا نیول شوی و، د مستقیمې ډزې په پایله کې ووژل شو.

د پریتي مړینې د امریکا په بېلابېلو برخو کې د محلي اعتراضونو او پراخو عامه غبرګونونو یو نوی څپانده موج راپورته کړ او د دواړو ګوندونو د استازو له خوا یې نیوکې راوپارولې. څارونکي د امریکا د ولسمشر وروستۍ څرګندونې د ده د حکومت د مهاجرتي عملیاتو د شدت له یوه نسبي شاتګ سره تړلې بولي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button