په يوه مياشت کې د افغانستان له پټلۍ لارې نږدې ۷۰۰ زره ټنه توکي لېږدول شوي

د طالبانو د عامه چارو وزارت خبر ورکړی چې په تېرې يوې مياشتې کې ټولټال ۶۹۹ زره او ۸۲۰ متريک ټنه تجارتي توکي د افغانستان د پټلۍ له لارو وارد او صادر شوي دي. د وزارت د معلوماتو له مخې، دا شمېرې ښيي چې اوس هم د رېل پټلۍ د هېواد د سوداګريزو لېږدونو مهمه لار ګڼل کېږي.
د دغه وزارت وياند محمد اشرف حقشناس وويل، د ټولو زياتو لېږدونو برخه د حيرتان له بندر ترسره شوې چې ۴۶۶ زره او ۳۲۸ متريک ټنه توکي پکې شامل دي. د هغه په وينا، د آقينې له بندر ۵۵ زره او ۲۸۷ ټنه، د تورغونډۍ له لارې ۸۷ زره او ۴۲ ټنه او د خواف–هرات له لاري ۹۱ زره او ۱۶۳ ټنه توکي لېږدول شوي دي.
د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، دا لېږدونه د نفتي، غيرنفتي او نورو تجارتي موادو څخه جوړ دي، چې هم د وارداتو او هم د صادراتو برخه پکې شامله ده. د تېرې مياشتې د صادراتو اندازه يو زره او ۲۵ متريک ټنه ټاکل شوې ده.
د عامه چارو وزارت وياند زياته کړه چې د صادر شوو توکو زياته برخه وچې ميوې او د انار جوس جوړوي. د هغه په اند، د سوداګريزو توکو د لېږد لپاره د پټلۍ کارول د کارموندنې د فرصتونو په رامنځته کولو، د ملي عوايدو د زياتېدو او د اقتصادي ثبات او ځانبسيا په لور د خوځښت مرسته کولی شي.




