دوهم سرلیکروغتيامهم خبرونه

فائو: د طالبانو د نه اقدام له امله طاعون د میلیونونو رمو ژوند ګواښي

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره (فائو) خبرداری ورکړی چې د کوچنيو نشخواروونکي حیواناتو واگیر ناروغي (طاعون) په افغانستان کې په چټکۍ سره خپرېږي او د شاوخوا ۲۱ میلیونه رمو او وزو ژوند یې له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.

فائو ادارې د سه‌شنبې په ورځ، د عقرب ۲۰مه، اعلان وکړ چې دغه ناروغي د مخنیوي لپاره یې د آسیا پراختیایي بانک او د بریتانیا حکومت په ملاتړ واکسیناسیون پیل کړی. دې ادارې دغه ناروغي «ډېره ساري» بللې او د کلیوالو خلکو د معیشت لپاره یې ستر ګواښ ګڼلی دی.

په داسې حال کې چې اقتصادي کړکېچ او پراخ فقر د افغانستان کلیوالي اوسېدونکي له زیاتېدونکو ستونزو سره مخ کړي، د طالبانو اداره تراوسه د دې ناروغۍ د مخنیوي یا کنترول لپاره کوم اغېزناک ګام نه دی اخیستی. د طالبانو له خوا د حیواني صحت په برخه کې بې‌پروايي د نړیوالو بنسټونو د اندېښنو لامل شوې ده.

دا طاعون چې ډېری وختونه په رمو او وزو کې خپرېږي، کولای شي د حیواناتو د پراخ مرګ لامل شي او د هیواد د خوړو امنیت ته یو جدي بحران را ولاړ کړي. فائو ټینګار کړی چې که بېړنۍ او پراخه مداخله و نه شي، میلیونونه کورنۍ چې د خپل ژوند لپاره پر مواشو متکي دي، د بقاء له ګواښ سره به مخ شي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button