مهم خبرونهنړیوال
انګلستان: د امریکا او چين تر منځ يو نه غوره کوو

د بريتانيا لومړی وزير ويلي چې هېواد به په خپله بهرنۍ تګلاره کې د امريکا او چين تر منځ يو نه غوره کوي او يو متوازن دريځ به نيسي. کير ستارمر د دوشنبې په ورځ، د جنورۍ په ۲۶مه، د بلومبرګ خبري اژانس سره په مرکه کې چې د چين تر سفر مخکې ترسره شوه، وويل چې بريتانيا به له امريکا سره خپلې ځانګړې او اوږدمهاله اړيکې وساتي، خو د چين د ستر اقتصاد له پامه غورځول يو معقول تصميم نه ګڼي. نوموړي ټينګار وکړ چې لندن له واشنګټن سره نږدې سوداګريزې، امنيتي او دفاعي اړيکې لري، چې د ده په وينا، د بريتانيا د ملي ګټو مهمه برخه تامينوي. سره له دې، ستارمر زياته کړه چې له چين سره د اقتصادي تعامل فرصتونه هم ارزښت لري او بريتانيا بايد دا ظرفيتونه د خپلې بهرنۍ او اقتصادي تګلارې برخه وګرځوي.



