د افغانستان د فوټسال ملي ټيم د آسيا ملتونو جام ته ځانګړې چمتووالی اعلان کړ

د افغانستان د فوټسال ملي ټيم سرمربی وايي، د فني کادر له خوا د آسيا د ملتونو د جام د ټولو سیالیو لپاره ځانګړې او پړاويزې طرحې جوړې شوي دي او هدف دا دی چې ښه لوبه نندارې ته وړاندې کړي او مثبتې پایلې ترلاسه کړي.
جيد مرتضايي د سهشنبې په ورځ، د دلوې په ۷مه، په يوې خبري ناسته کې وويل چې د افغانستان د فوټسال ټيم په تېرو کلونو کې د پرمختګ بهير تجربه کړی او هڅه کېږي دا وده دوامداره وي. د هغه په وينا، اصلي تمرکز پر فني جوړښت د پیاوړي کولو او د لوبغاړو ترمنځ د همغږۍ پر زياتولو شوی دی.
د افغانستان د فوټسال ملي ټيم سرمربی وويل، وروستی هدف دا دی چې د دغې لوبډلې د سيمې د مخکښو ټيمونو په ډله کې ځای ټينګ شي. نوموړي زياته کړه چې په دې شان سياليو کې ګډون، يو مهم فرصت دی څو د ټيم د وړتياوو کچه په آسيايي سطحه وازمویل شي او نړیوالو معیارونو ته نږدې شي.
د آسيا د ملتونو د جام سيالۍ د سهشنبې په ورځ د اندونیزیا په کوربتوب پيل شوې دي او د افغانستان د فوټسال ملي ټيم ټاکل شوی چې سبا په خپل لومړي ديدار کې د سعودي عربستان له ټيم سره مخ شي.



