طالبان په پنجشېر کې د زمردو د پلور خبر ورکړی دی

د طالبانو د ادارې د پنجشېر ولایت دفتر ویلي چې ۳ زره او ۸۳۵ قېراطه زمرد، چې له دغې ولسوالۍ د کانونو څخه ترلاسه شوي، د ۹۰ زره او ۱۱۰ ډالرو په ارزښت پلورل شوي دي.
د طالبانو د پنجشېر د والي ویاند، سیفالدین لتون، ویلي چې دغه اندازه زمرد د سهشنبې په ورځ (د سلواغې ۷مه) د داوطلبۍ له لارې کورنیو سوداګرو ته سپارل شوي دي. ځایي چارواکي وايي چې د پلور بهیر د سیمهییزې ادارې تر څارنې لاندې تر سره شوی دی.
د ورکړل شويو معلوماتو له مخې، دغه زمردونه د تېرو دوو اونیو په ترڅ کې د پنجشېر د حصه اول ولسوالۍ له کانونو څخه ایستل شوي دي. پنجشېر د افغانستان له هغو ولایتونو څخه دی چې د قېمتي زمردو د شتون له امله پېژندل کېږي.
په ورته وخت کې، د کانونو د عوایدو د مدیریت او د ترلاسه شويو درامدونو د لګښت په اړه د عامه شفافیت نشتوالی، د اوسېدونکو او اقتصادي چارو د څارونکو تر منځ اندېښنې پیدا کړې دي؛ هغه موضوع چې یو ځل بیا د هېواد د طبیعي سرچینو د اداره کولو په اړه د طالبانو د مسؤلیت پوښتنې راولاړوي.




