فرانسه د تر ۱۵ کلونو ماشومانو لپاره د ټولنیزو شبکو کارول بند کړل

د فرانسې ملي شورا هغه طرحه ومنله چې له مخې یې د تر ۱۵ کلونو کم عمره کسانو لپاره د ټولنیزو شبکو کارول ممنوع ګرځول شوي دي. د دې اقدام موخه د انلاین زورونې پر وړاندې مبارزه او د ماشومانو د رواني روغتيا ساتنه بلل شوې ده.
دا طرحه د دوشنبې په ماښام، د جنورۍ په ۲۶مه، د ۱۱۶ موافقو او ۲۳ مخالفو رایو په ترلاسه کولو سره ومنل شوه. د طرحې له مخې، ټولنیزې شبکې د اروپايي اتحادیې د مقرراتو له مخې مکلفې دي چې د عمر د تصدیق میکانیزمونو په کارولو سره د کم عمره ماشومانو لاسرسی په مؤثر ډول محدود کړي.
دغه راز، د دې قانون په چوکاټ کې، د هوښیار «سمارټ» تلیفونونو د کارونې بندیز چې تر دې وړاندې په لومړنیو او منځنیو ښوونځیو کې نافذ و، اوس به دبیرستانونو ته هم وغځول شي، څو د زدهکړې چاپېریال له شخصي ډیجېټلي وسایلو څخه خالي وساتل شي.
امانوېل مکرون، د فرانسې ولسمشر، د دې قانون د پلي کېدو غوښتنه تر راتلونکي تعلیمي کال پورې (په سپتمبر کې) کړې ده او ټولنیزې شبکې یې د ځوانانو تر منځ د تاوتریخوالي د زیاتېدو له عواملو څخه ګڼلې دي.
یاده طرحه اوس د وروستۍ ارزونې لپاره د فرانسې سنا ته لېږل شوې، او که تصویب شي، فرانسه به د هغو هېوادونو په ډله کې شامل شي چې د ټولنیزو شبکو کارونې لپاره یې د عمر محدودیتونه وضع کړي دي. له دې جملې څخه استرالیا هم ده چې له دې وړاندې یې د تر ۱۶ کلونو کم عمره کسانو لپاره ورته بندیز لګولی و.




