مهم خبرونهنړیوال
ګوټریش: د قانون واکمنۍ پیاوړتیا د دوامدارې سولې بنسټ دی

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوټریش ټینګار کړی چې د قانون واکمني د دې سازمان د ماموریت اصلي ستنه ده، څو په نړۍ کې عادلانه او دوامداره سوله تأمين کړي.
ګوټریش د دوشنبې په شپه، د جنورۍ په ۲۶مه، په ټولنیزې شبکې ایکس کې لیکلي چې هغه پریکړه کړې ده د ملګرو ملتونو هڅې دوامداره وساتي، څو داسې سوله ترلاسه کړي چې په کلکه د نړیوالو قوانینو پر بنسټ ولاړه وي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي په وینا، ریښتینی او دوامدار سولې هغه وخت ممکنه ده چې د شخړو اساسي ریښې په نښه شي او یوازې د بحرانونو پر نښو او پایلو تمرکز پرېښودل شي.




