د پاکستان د دفاع وزیر: طالبانو جګړه پاکستان ته راوړې ده

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف د نن ورځې خونړي چاودنې په غبرګون کې ویلي، طالبان جګړه د افغانستان له پوله پاکستان ته انتقال کړې ده. نوموړي دا پېښه د پاکستان د کورني امنیت لپاره یو جدي خبرداری بللی او ویلي چې په داسې حال کې له طالبانو سره خبرې بېګټې دي.
خواجه آصف د سهشنبې په ورځ (د لړم ۲۰مه) پر ایکس ټولنیزه شبکه لیکلي، طالبان کولی شي د پاکستان دننه د ترهګریزو بریدونو مخه ونیسي، خو اوس جګړه تر اسلامآباده هم غځېدلې ده. نوموړي ټینګار کړی چې پاکستان د دې وضعیت په وړاندې د قوي ځواب ورکولو توان لري.
آصف زیاته کړې: «پاکستان د جګړې په حالت کې دی. هغه کسان چې فکر کوي دا جګړه یواځې د سرحدي سیمو او بلوچستان پورې محدوده ده، باید د نن ورځې ځانمرګي برید ته د خطر زنګ وګوري.» نوموړي زیاته کړې چې د پاکستان اردو په ټول هېواد کې د جګړې او د وګړو د امنیت لپاره هڅې کوي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې نن غرمه شاوخوا ۱۲:۳۰ بجې د پاکستان په یوه ښار کې زوروره چاودنه وشوه، چې له امله یې لږ تر لږه ۹ تنه وژل شوي او ۲۱ تنه نور ټپیان شوي دي. د دې برید د عاملینو په اړه لا هم د پاکستاني چارواکو له خوا نور جزئیات نه دي خپاره شوي، خو د خواجه آصف له څرګندونو ښکاري چې هغه په ښکاره ډول طالبانو ته اشاره کړې، چې د پاکستان دننه د یاغي ډلو د نفوذ او فعالیتونو د زیاتېدو اندېښنې زیاتوي.
د پاکستان د دفاع وزیر وروستۍ څرګندونې یو ځل بیا دا تاییدوي چې د طالبانو له ملاتړ او پناه ورکونې سترګې پټول، نه یواځې چې افغانستان يې ناامنه کړی، بلکې اوس پاکستان هم له هماغې ستونزې سره مخ شوی دی. پاکستان ته د ترهګرۍ پراخېدل، د سیمې د زیاتېدونکې بېثباتۍ او د طالبانو حکومت له خوا د سختدریځو ډلو په مهار کې پاتې راتلو نښه ده.




