ټولنه‌یزمهم سرلیکنړیوال

صليب سره: د نړيوالو مرستو پرې کېدل به افغانستان ته ناورين رامنځته کړي

د نړيوالې فدراسيون د سره صليب او هلال احمر د آسيا او ارام سمندر سيمې مسؤل خبرداری ورکړی چې د نړيوالو مرستو کمېدل او پرې کېدل به د افغانستان د خلکو لپاره «غمجنه او ناورين‌زه» پايله ولري او زياتره زيانمن قشرونه به له لا ډېر خطر سره مخ کړي.

الکساندر ماتیو په یوه ویډیويي پيغام کې ويلي، چې د مرستو له کمېدو سره ماشومان مجبورېږي جبري کار وکړي، نجونې د زړو وادهونو له خطر سره مخ کېږي او ډېری کورنۍ د لوږې او يخنۍ له امله خپل کوچني ماشومان له لاسه ورکوي. د ده په وینا، دا وضعیت په مستقيم ډول د انساني مرستو له کمېدو سره تړاو لري.

نوموړي د افغانستان د کليو د حالت په ځانګړې توګه د ختيځو سيمو يادونه وکړه او ویې ویل، چې لوږه او سوء تغذيه له پخوا راهیسې شته، خو تر دې وروستیو پورې اوسېدونکي لږ تر لږه په بیړني حالت کې کولای شول د تغذيې مرکزونو يا د لومړنيو روغتيايي خدمتونو کلينيکونو ته مراجعه وکړي.

د سره صليب د دغه چارواکي په وینا، اوس د نړيوالو مالي مرستو د پرې کېدو له امله په ټول هېواد کې سلګونه روغتيايي او مرستندویه مرکزونه تړل کېږي؛ دا حالت د خلکو د لومړنيو خدمتونو د لاسرسي جدي تشه رامنځته کوي او د طالبانو د ادارې مسؤليت د انساني بنسټیزو اړتياوو د پوره کولو په برخه کې تر پوښتنې لاندې راولي.

الکساندر ماتیو زياته کړه چې د نړيوالې فدراسيون د سره صليب او هلال احمر ټولنه د افغانستان له هلال احمر سره يو ځای هڅه کوي، څو د لومړنيو روغتيايي خدمتونو کلينيکونه او د بيړنيو مرستو عمليات فعاله وساتي او تر خپل وس پورې اړمنو خلکو ته ځواب ووايي.

ده ټينګار وکړ چې دا هڅې يوازې د يوه ژور او مزمن بحران يو کوچنی اړخ پوښي، خو موخه دا ده چې د افغانستان هلال احمر د بيړنيو حالاتو پر مهال له خلکو سره ودريږي. نوموړي په پای کې هيله څرګنده کړه چې د افغانستان ملګري او مرسته کوونکي بايد خپلې بشري مرستې دوامداره وساتي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button