امرالله صالح: امريکا طالبانو ته ۴۵ ميليونه ډالره نغدې ورکړې دي

امرالله صالح، د افغانستان د پخواني ولسمشر مرستيال، ويلي چې د امريکا متحده ايالاتو د روان کال د مرغومي په ۲۳ مه نېټه طالبانو ته ۴۵ ميليونه ډالره نغدې ورکړي دي. نوموړي زياته کړه چې دا مرسته په داسې حال کې ورکړل شوې چې د تېرې مرستې ټولې پيسې لا تر اوسه نه دي لګېدلې.
د صالح په وينا، امريکايي چارواکو ژمنه کړې چې د همدې مياشتې په ترڅ کې به نږدې ۹۰ ميليونه نور ډالره هم د طالبانو ادارې ته ورکړي. دغه څرګندونې د دغو مرستو د شفافيت او پايلو په اړه اندېښنې زياتې کړې دي.
امرالله صالح د شبکې «ايکس» له لارې په يوه پيغام کې د واشنګټن د متضادو تګلارو يادونه کړې ده او ويلي يې دي چې د دونالډ ټرمپ حکومت له يوې خوا پر کاناډا ګمرکي تعرفې وضع کوي، خو له بلې خوا طالبانو ته په سخاوتمندۍ مالي مرسته ورکوي.
نوموړي په انتقادي ډول طالبان د امريکا يو ډول نيابتي ځواک بللي او پوښتنه يې کړې چې آيا داسې يو پلان روان دی چې د طالبانو اداره پکې ځانګړې دنده د امريکا په استازيتوب ترسره کوي. دا دريځ يو ځل بيا د طالبانو د ادارې د رول او کړنو او د دغې ډلې د بهرنيو ملاتړونو د اغېزو په اړه پوښتنې راپورته کړې دي.




