د ازبکستان وارداتي برېښنا لا هم کابل ته نهده رسېدلې

د څو ورځو له تېرېدو سره، لا هم له ازبکستان څخه وارداتي برېښنا کابل ته نهده نښلول شوې. د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان برېښنا شرکت ويلي، تر اوسه د زيانمن شوي مزي د ترميم او د کابل او لسو نورو ولايتونو برېښنا د بېرته نښلولو لپاره تخنيکي او خوندي زمينه نه ده برابره شوې.
د دغه شرکت د معلوماتو له مخې، د ازبکستان وارداتي برېښنا د پنجشنبې په ورځ، د دلو له دوهمې نېټې راهيسې بشپړه پرې شوې او د کابل ډېری سيمې او ګاونډي ولايتونه د جدي برېښنا کمي سره مخ شوي دي.
د برېښنا شرکت وايي، سخت طوفان او واورې ښوېدنې د شمالي سالنګ د «شاول» په سيمه کې د ۲۲۰ کيلوولټه د پلخمري – کابل يو مزو ستن نړولې، چې له امله يې د ازبکستان د برېښنا يو سرکټ له فعاليته وتلی دی.
دغه اداره زياتوي، لا هم په هماغه سيمه کې د طبيعي پېښو لکه طوفان او واورې ښوېدنې خطر شته، او له همدې امله تخنيکي ډلې نهدي توانېدلي د ترميم کارونه پيل کړي. برېښنا شرکت ټينګار کړی چې کله وضعيت مساعد شي، د برېښنا د بېرته نښلولو هڅې به پيل شي.
په عين وخت کې، برېښنا شرکت وايي، د کابل ښار او ځينې ګاونډي ولايتونه دا مهال د پلخمري–کابل د يوې انتقالې مزې، د اوبو برېښنا فابريکو، تودوخې وسيلو او لمرين سيستمونو له لارې برېښنا تر لاسه کوي؛ داسې سرچينې چې د کارپوهانو په وينا، د دې سيمو د اوسېدونکو اړتياوې په بشپړ ډول نه شي پوره کولای.
د برېښنا اوږدمهاله پرېکون يو ځل بيا د طالبانو د ادارې پر مهال د بنسټيزو زيربناوو د مديريت کمزوري روښانه کړې، او د کابل او اغېزمنو ولايتونو اوسېدونکي د دې ستونزې د عاجل او شفاف حل غوښتنه کوي.



