د نړېوال بانک راپور: د طالبانو حکومت د امنیت په برخه کې ډېر لګښتونه کړي

نړېوال بانک په خپل تازه راپور کې ويلي چې د طالبانو اداره د ۲۰۲۵ مالي کال په لومړیو نهو مياشتو کې شاوخوا ۹۶.۹ ميليارده افغانۍ د امنیتي لګښتونو لپاره مصرف کړي؛ دا يوه ډېره لوړه شمېره ده چې د همدې مودې د پرمختيايي لګښتونو څخه په څرګنده توګه زياته ده.
د راپور له مخې، د پرمختيايي لګښتونو اندازه په دې موده کې يوازې ۱۵.۷ ميليارده افغانيو ته رسېدلې، خو له ۱۰۶ ميليارده زياتې افغانۍ د ملکي او عامه خدماتو برخو ته ځانګړې شوې دي. دا شمېرې ښيي چې د بوديجې لومړيتوبونه زياتره د امنیتي لګښتونو پر لور متمرکز شوي او د اقتصادي پرمختګ برخه محدوده پاتې شوې ده.
نړېوال بانک زياتوي چې افغانستان په همدې دوره کې د شاوخوا دوو ميليارده افغانيو د بوديجې له کسر سره مخ شوی، ځکه چې ټول عوايد ۲۰۰.۹ ميليارده افغانۍ ثبت شوي، حال دا چې ټولې لګښتونه ۲۰۲.۹ ميليارده افغانيو ته رسېدلي دي.
په دسمبر مياشت کې د نړېوال بانک مياشتنی راپور د افغانستان د اقتصاد د وضعيت په اړه څرګندوي چې دا هېواد لا هم د افغان کډوالو د پراخې بېرته ستنېدنې او له پاکستان سره د بندو پولو له امله تر فشار لاندې دی. د ټيټې انفلاسیون او د دولتي عوايدو د نسبي زياتوالي سربېره، د پانګونې کمښت او د طالبانو له لورې د روښانه اقتصادي تګلارو نشتوالی د دايمي ودې او د توليد زياتوالي مخه نيولې ده.
نړېوال بانک خبرداری ورکړی چې اټکل کېږي، د ۲۰۲۵ مالي کال لپاره د هر شخص عايد شاوخوا څلور سلنه راکم شي او فقر به په پراخه کچه دوام ولري؛ يو حالت چې د هېواد د اوسېدونکو د ژوند د ښه والي، د کارموندنې او پرمختيا په برخو کې زيات تمرکز ته اړتيا لري.



