د افغانستاني همکارانو د ملاتړ لپاره نړيواله ائتلاف جوړ شو

د «افغان ايوک» او «لوکل ستاف انټرنېشنل» سازمانونو اعلان کړی چې دوی د يو نړيوال ائتلاف په جوړولو سره هڅه کوي متحد هېوادونه دې ته وهڅوي چې د افغانستاني همکارانو او د هغوی د کورنيو په اړه خپلې ژمنې عملي کړي. دا نوښت د دوشنبې په ماښام، د دلو د مياشتې په شپږمه نېټه رسمي معرفي شو.
دغو دواړو بنسټونو په ګډه اعلاميه کې ويلي، له هغه وخت راهيسې چې نړيوال ځواکونه له افغانستانه ووتل، زرګونه افغانستاني همکاران په دريېمو هېوادونو کې سرګردانه پاتې دي؛ داسې کسان چې نه دوامدار قانوني ملاتړ لري او نه هم کولای شي له خپلو کورنيو سره يوځای شي.
د اعلاميې له مخې، هغه قانوني لارې چې د افغانستاني همکارانو د خونديتوب او بيا مېشتېدو لپاره جوړې شوې وې، يا درېدلې دي او يا هم نيمګړې او غير منظمې عملي شوي دي. دا حالت د دغو کسانو د قانوني امنيت او راتلونکي په اړه جدي اندېښنې راولاړې کړې دي.
«افغان ايوک» او «لوکل ستاف انټرنېشنل» ټينګار کړی چې حکومتونه بايد د دې همکارانو په تړاو روڼتيا، دوامداره تعقيب او څرګند قانوني ضمانتونه برابر کړي. د دې بنسټونو په وينا، يو ماموريت هغه مهال پوره معنا مومي چې ټولې ژمنې عملي شي، نه دا چې موضوع د سياسي لومړيتوبونو له منځه ووځي.
دغه دواړو سازمانونو له نورو مدني بنسټونو هم غوښتي چې د دې ائتلاف سره يوځای شي او د همغږۍ، معلوماتو تبادلې او د حکومتونو د ژمنو د پلي کېدو د څارنې په برخو کې نړيواله همکاري وکړي.



