طالبان: د ټاپي پروژې لومړۍ پړاو به د ۲۰۲۶ تر پایه په هرات کې بشپړ شي

د طالبانو اداره اعلان کړې چې د ټاپي د ګازو لېږد پروژې د لومړۍ پړاو اجرایي چارې به د ۲۰۲۶ کال تر پایه په هرات ولایت کې بشپړې شي. دغه څرګندونې په داسې حال کې شوي چې ټاپي د سیمې له سترو انرژي پروژو څخه ګڼل کېږي او د لارو پر هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو په پیاوړتیا کې مهم رول لري.
د طالبانو د چارواکو په وینا، د هرات والي نوراحمد اسلامجار د ټاپي د پروژې له مسؤلینو او د ترکمنستان له سرقونسل سره په لیدنه کې د کار د پرمختګ په اړه ډاډ ورکړی دی. د دې ناستې د معلوماتو له مخې، تر اوسه د افغانستان دننه ۹۱ کیلومتره د پایپ لاین مسیر چمتو شوی او چارې یې “د پلان سره سم” روانې دي.
د ټاپي پروژه پلان لري چې هر کال ۳۳ میلیارد مترمکعب طبیعي ګاز د ترکمنستان څخه، د افغانستان له لارې، پاکستان او هند ته انتقال کړي. د اعلان شوي طرحې له مخې، افغانستان ته هر کال د ۵ میلیارد مترمکعب ګاز برخه ټاکل شوې ده.
سره له دې اعلانونو، کارپوهان تل ټینګار کوي چې د افغانستان په څېر هېواد کې د سترې سیمهییزې پروژې بشپړ عملي کېدل شفافیت، عملي ضمانتونو او دایمي امنیتي او اقتصادي شرایطو ته اړتیا لري. هغه مسایل چې د طالبانو اداره تر اوسه د هغوی د دوامدارې تأمین په اړه روښانه جزئیات نه دي وړاندې کړي.




