جبهه مقاومت: په هرات کې دوه طالبان وژل شوي دي

د افغانستان د ملي مقاومت جبهې اعلان کړی چې د طالبانو پر يوې پوستي په هدفمند برید کې يې دوه طالب جنګیالي وژلي دي. دا بريد د سې شنبې ماښام د هرات-اسلامقلعې پر لویه لار، چې د هېواد د لوېديځ له مهمو شاهراهګانو شمېرل کېږي، ترسره شوی دی.
د دې جبهې په خبرپاڼه کې ويل شوي چې د دوی عملياتي ځواکونو توانېدلي، پرته له تلفاتو او زیان، عملیات پای ته ورسوي او له سيمې شا ته شي. د مقاومت جبهې په وينا، په دې عملیاتو کې دوه د طالبانو وسلې هم د دوی جنګياليو لاس ته ورغلي دي.
په وروستیو میاشتو کې، د افغانستان لويديځه ولايت هرات د وسلهوالو مخالفو ډلو د فعاليتونو زیاتوالی لیدلی. ملي مقاومت جبهه د طالبانو له اصلي مخالفو ډلو څخه ده چې په بېلابېلو ولايتونو، ځانګړي ډول شمال او لويديځ کې، چريکي بریدونه ترسره کوي.
طالب چارواکو تر دې دمه په دې اړه رسمي نظر نه دی څرګند کړی. دا لومړی ځل نه دی چې طالبان د هرات–اسلامقلعې پر ستراتېژيک سړک برید لاندې راځي، خو د رسنيو کمښت او سانسور د مختلفو سيمو د امنيتي وضعیت دقيقه ارزونه ستونزمنه کړې ده.




