د افغانستان د خبریالانو مرکز د رسنیو ملاتړیو ادارو د جواز لغوه کېدل وغانده

د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي چې د طالبانو لهخوا د رسنیو ملاتړیو ادارو د فعالیت جوازونو لغوه کول د معلوماتو د انحصار او د خپلواکو غږونو د له منځه وړلو هڅه ده. دغه مرکز خبرداری ورکړی چې دا ډول پرېکړې د بیان آزادي او د رسنیز کار بهیر لا ډېر زیانمنوي.
په اعلامیه کې راغلي چې د طالبانو اداره د رسنیو او د هغوی د ملاتړیو بنسټونو پر وړاندې د فشارونو په زیاتولو سره هڅه کوي یوازې هغه روایتونه خپاره کړي چې د دوی له دریځ سره سمون لري او له دې لارې د خپلواکو نیوکو او څارنې فضا وتړي. د دغې ادارې په باور، روانې تګلارې د معلوماتو د جریان د بشپړ کنټرول لپاره د یوه منظم سیستم نښه ده.
د خبریالانو مرکز زیاته کړې چې د هغو رسنیزو ادارو برخلیک لا هم روښانه نهدی چې مخکې یې د طالبانو د عدلیې وزارت څخه د فعالیت جوازونه تر لاسه کړي وو، او اندېښنه شته چې ښايي دغه ادارې هم له ورته چلند سره مخ شي.
دغه مرکز د یوه د رسنیو ملاتړونکي بنسټ د مسؤل له قوله لیکلي چې له جواز لغوه کېدو وړاندې هېڅ رسمي ارزونه یا څېړنه نهوه ترسره شوې. د هغه په وینا، د حاکم حکومت اصلي موخه د خپلواکو بنسټونو ځپل او د رسنیو اړوند چارو بشپړ کنټرول ته لاسرسی دی.
د ورکړل شويو معلوماتو له مخې، هغه ادارې چې جوازونه یې لغوه شوي، تر ډېره د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو د روزنې په برخه کې فعالیت درلود. دا برخه د طالبانو د پراخو بندیزونو له کبله د رسنیو د مسلکي ملاتړ له لږو پاتې ډګرونو څخه ګڼل کېده.
د افغانستان د خبریالانو مرکز په جدي اندېښنه ټینګار کړی چې د دغو ادارو تړل کېدل به د بیان د آزادۍ د څارنې او د خبریالانو د حقونو د دفاع بهیر نور هم کمزوری کړي او د طالبانو د ادارې لپاره به د هېواد پر رسنیز جوړښت بشپړ کنټرول زمینه برابره کړي.




